خبرونهامنیت

د کورنیو چارو وزیر د پولیسو د یوه سرتېري شهید ذبیح الله له کورنۍ سره چې د یوې خونړۍ پېښې مخه يې نيولې وه،خواخوږي وکړه

کابل/د مرغومي ۱۱/ باختر
د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي نن د فراه د امنیه قوماندانۍ د یوه سرتېري شهید ذبیح الله له کورنۍ سره د ټیلېفوني خبرو له لارې پرتسلیت او خواخوږۍ سربېره، د یاد سرتېري د مېړانې او سرښندنې ستاینه او درناوی وکړ.‏‎ د کورنیو چارو وزیر د خلکو د ځان او مال د ساتنې په برخه کې د پولیسو د سرښندنو یادونه وکړه او ویې ویل، چې شهید ذبیح الله له هغو اتلانو دی چې د فراه په اړوندو سیمو کې یې د یوه موټربم په پېژندلو او شنډولو سره د لسګونه ځايي اوسېدونکو ځان وژغوره او خپل سر یې د خاورې د ساتنې په لار کې قرباني کړ. د کورنیو چارو وزیر د دې ټکي په څرګندولو سره چې د پولیسو د شهیدانو ورثو او کورنیو ته رسېدنه د کورنیو چارو وزارت په کاري لومړيتوب کې ده؛ د شهید ذبیح الله کورنې ته یې هم ډاډ ورکړ، چې د دغه شهید د امتیازاتو د پر وخت ورکړې په برخه کې به هېڅ ډول خنډ او ځنډ رامنځته نشي.‏‎ په همدې حال کې؛ د یاد شهید سرتېري مېرمنې د کورنیو چارو د وزیر له همدردۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د شهید ذبیح الله یوازینی ارمان د خلکو امنیت او ازادي وه چې په همدې لاره کې یې سر قرباني کړ. هېره دې نه وي چې شهید ذبیح الله د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د فراه په انار درې ولسوالۍ کې د ترهګرو یو موټربم کشف او شنډ کړ او په همدې پېښه کې یې خپل سر هم قرباني شو.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته