ټولنه

د کوهستان د لومړۍ برخۍ ولسوالۍ د منځني ښوونځي ودانۍ د جوړولو کار پيل شو

کابل / د غويي٢٨مه / باختر:
د کاپيسا د کوهستان د لومړۍ برخې ولسوالۍ د چشمه معاذالله منځني ښوونځي د جوړولو کار نن پيل شو.
د کاپيسا د پوهنې رييس عبدالعليم عيار باخترآژانس ته وويل: د چشمه معاذالله منځنى ښوونځى د څه د پاسه ٣٠ ميليونو افغانيو په لګښت د هېواد د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت له بودجې څخه په دوو پوړونو کې په شپږو مياشتو کې جوړېږي چې په هغه کې ١٢ درسي خونې، اداري او نور ضروري ملحقات شامل دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته