روغتیا

د کوید ۱۹ ویروس د تشخیص دستګاه د فراه په کوید ۱۹ روغتون کې پرانستل شوه

کابل / د مرغومي ۲۸ / باختر
د کوید ۱۹ ویروس د تشخیص او د پي ، سي ، آر دستګاوې د فراه په کوید ۱۹ روغتون کې پرون پرانستلې شوې.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، دغه غونډه چې په همدې مناسبت په دغه ولایت کې جوړه شوه د فراه والي تاج محمد جاهد د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست او د ام ، آر، سي ، اې له زیارونوڅخه قدرداني وکړه او زیاته کړه چې دغه دستګاوې درې سوه زره امریکايي ډالرارزښت لري او د کرونا ویروس د ناروغانو د ازمايښت په تثبیت کې ډاکترانوته زیاتې آسانتیاوې برابرې کړې دي.
د فراه والي زیاته کړه چې سیمه ییزې ادارې د عامې روغتیا له ریاست سره د همکاریو په زمینه او د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره د امکاناتوپه برابرولوکې به له هیڅ راز هلې ځلې ډډه ونه کړي.
د یادونې وړ ده چې دغه دستګاوې د کرونا ویروس د ناروغۍ په آزمایښت سربیره څو نور ویروس لکه آچ ،آی، وي تشخیصوي او له دوو څخه تردريوساعتوکې د کرونا ویروس ۹۶ پېښې تشخیصوي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته