خبرونهاقتصاد

د یکاولنګ – دره صوف ، د شمال او جنوب دهلیزواټ په شپږو میاشتوکې پرانیستل کېږي

کابل / د چنګاښ ۲ / باختر

د یکاولنګ – دره صوف واټ د جوړولو کار چې د شمال او جنوب دهلیزشمېرل کېږي دوام لري.

دغه واټ د ۱۸۳ کیلومتروپه اوږدوالي او ١٠ متروپه سورد بامیان یکاولنګ ولسوالۍ د سمنګان له دره صوف ولسوالۍ سره نښلوي او د شمال – جنوب دهلیزشمېرل کېږي.

د آسیايي پرمختیايي بانک د دغه واټ د پخولولګښت ورکوي.

د فوایدعامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغه واټ د جوړولوکارڅه نا څه شپېته سلنه بشپړشوی دی او ټاکل شوې ده ترراتلوونکو شپږو میاشتوکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د یکاولنګ – دره صوف واټ په ګټې  اخیستنې سره بازارونوته د خلکو د کرنیزومحصولاتو د لېږد کې اسان تيا برابريږي .

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته