خبرونهفرهنګTOP

ذبيح الله مجاهد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معينيت د نوي سرپرست په توګه په کار پيل وکړ

کابل / د وږي ۲۵مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه نن د يوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معينيت د سرپرست په توګه د دغه وزارت رييسانو او کارکوونکو ته معرفي کړ.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه وزارت د خپرونو چارو معينيت د سرپرست تر پېژندنې وروسته، د هېواد اسلامي نظام او خلکو ته د خدمت په لاره کې د دغه معينيت د چارو د پرمخ بيولو په خاطر هغه ته د برياليتوب هيله وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې وويل: موږ ټول بايد د خپرونو او فرهنګي خدمتونو له لارې خلکو او ټولنې ته ښه تصوير ورکړو او هغه مسووليتونه چې موږ ته سپارل شوي دي؛ په ښه ډول یې ترسره کړو.

هغه ټينګار وکړ: د خلکو په تېره بيا د ځوانانو ذهنيت له پردي فرهنګ څخه اغېزمن شوی دی او بايد داسې پروګرامونه وړاندې کړو چې د اسلامي اصولو او د هېواد د دودونو مطابق وي او زموږ د دنيا او آخرت د نېکمرغي سبب شي.

وروسته د افغانستان اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معينيت سرپرست ذبيح الله مجاهد، ژمنه وکړه چې د اسلامي اصولو او قوانينو او د هېواد د ملي ګټو په اډانه کې به د فرهنګ او خپرونو په برخه کې هغه څه چې په توان کې لري؛ هلې ځلې وکړي او د دغه وزارت د رييسانو او کارکوونکو په همکارۍ او همغږۍ به کار وکړي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته