خبرونهورزش

راشد خان د پاکستان د کرکټ په غوره ليګ سياليو کې لوبه کوي

١٦- کابل /د سلواغې ٦مه /باختر
ټاکل شوې ده د هېواد د کرکټ مشهورلوبغاړى راشد خان د پاکستان د کرکټ په غوره ليګ سياليو کې د لاهور قلندرز په ټيم کې لوبه وکړي .
لاهور قلندرز د پاکستان کرکټ د غوره ليګ له ټيمونوڅخه دى، د دغه ټيم ښوونکي په خپل تيوتر کې ليکلي دي چې په سوپرليګ سياليوکې د راشد خان د توپ اچونې په تمه دى .
د دغه ټيم ښوونکى دغه راز ليکلې دي چې راشد خان يو ډير قوي لوبغاړى دى او د لاهور قلندرز ټيم د هغه د توپ اچونې په تمه دى .
د پاکستان د تجارتي ليګ سيالي څو ورځې مخکې د لوبغاړو د پېردونې په مراسموکې پنځه افغان لوبغاړي بېلابېلو ټيمونوته انتخاب کړې دي .
محمد نبي او نوراحمد د ګينز کراچى له ټيم ، راشدخان د لاهور قلندرز له ټيم،مجيب ځدران د زلمي پېښور ټيم،او قيس احمد د کويټه ګلديترز په ټيمونوکې لوبه کوي .
د خبرځاى د څرګندونوله مخې ؛ د پاکستان د غوره ليګ سياليو شپږمه دوره په راتلونکې مياشت کې د ٦ ټيمونو ترمنځ پيلېږي.
ختم_ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته