فرهنګ

رسنۍ په ټولنه کې مهم رول لري

کابل / د وږي ۳۱ مه / باختر
په خوست کې د افغانستان اسلامي امارت مسوولین وايي چې رسنۍ په ټولنه کې مهم رول لري او کولای شي چې د خلکو ذهنونه مثبت لوري ته وهڅوي.
د باختر اژانس سیمه يیز خبریال د خبر له مخې؛ دغه څرګندونې د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شبیر احمد عثماني د رسنیو له استازو سره د همغږۍ په غونډه کې وکړې.
مولوي شبیر احمد عثماني د رسنیو له استازو غوښتنه وکړه چې داسې خپرونې چمتو کړي چې ټولنې ته په کې مثبت پيغام وړاندې شي.
په همدې حال کې د خوست د غرغښت ټلویزیون مشر سخي سرور مياخېل وویل چې رسنیو په هر ډول شرایطو کې تعادل په نظر کې نیولی او د اسلامي امارت د غوښتنو مطابق به نشرات او فعالیت کوي.
د ژمن ټلویزیون د نشراتو مدیر وویل چې په ټولو نظامونو کې د خوست رسنۍ ژمنې پاتې شوې او ملي ګټو ته یې لومړیتوب ورکړی، په وینا یې له دې وروسته به هم د اسلامي امارت د غوښتنو مطابق خپلو خپرونو ته دوام ورکړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته