خبرونهنړۍ

روسیې د هوايي دفاع نوی راکټي سیتسم وازمایه

وي او اې / د چنګاښ٣٠مه / باختر
په روسیې کې چارواکو پرون  وویل چې د هوايي دفاع اس-۵۰۰ نوي راکټي سیستم یې په بریالي ډول آزمایلی دی.

چارواکي وايي چې دا سیستم په شاوخوا ۶۰۰ کیلو متره کې هم هدف ویشتلی شي او په نړۍ کې د میزایلو ضد پرمختللی سیستم بلل کیږي.

د روسیې پوځ مخکې ویلي‌ وو چې په ۲۰۲۰ کې به دا سیستم ترلاسه کوي،‌ خو دا پروګرام یو کال وځنډېده.

د روسیې د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي‌ چې دغه سیستم په لومړي‌ آزمایښتي پړاو کې یو بلاسیتکي هدف چې چټک او لوړ و، په نښه او له منځه یوړ. ترکیې د امریکا د مخالفت سره سره له روسیې څخه د اس-۴۰۰ سیستم اخیستی دی. امریکا وايي چې دا سیستم د اف-۳۵ الوتکو او ناټو د دفاعي سیستمونو ته ګواښ دی.  وايي روسیه د دې سیستم په واسطه کولای شي‌ استخباراتي‌ اطلاعات ترلاسه کړي‌             او د لویدیځ جنګي الوتکې په نښه کړي، خو ترکیه دا ادعاوې ردوي.                                   \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته