ورزش

ريال مادريد د لاليګا سياليو په جدول کې لومړى مقام وګاټه

نړيوالې خبري سرچېنې/ د ليندۍ١٥مه / باختر:
د اسپانيا د لاليګا سياليو په لړکې ريال مادريد د ريال سوسيداد لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ريال مادرېد لوبغاړي وينيسيوس او لوکايووويچ د سيالۍ لوبډلې پر وړاندې ښه ولوبيدل او ريال مادريد وکولاى شو چې دوه د صفر پروړاندې ريال سوسيداد ته ماتې ورکړي.
د دې لوبې په ګټلو سره ريال مادريد لوبډلې ١٨ امتيازه خپل کړل او د لاليګا د روانو سياليو په جدول کې لومړى مقام ته پورته شو.
په بله لوبه کې بيا بارسلونا لوبډلې د يوپر صفرنتيجې سره له بيتس لوبډلې څخه ماتې ومنله.
همدا ډول اتلتيکو مادريد لوبډلې بيا د مايورکا پر وړاندې يو د دوه پر وړاندې ماتې ومنله.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته