امنیت

شل طالبان په روزګان کې ووژل شول

۱۸- کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
شل وسله وال طالبان په روزګان کې په نويو جګړوکې ووژل شول او شپږ نور یې ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه هغه وخت ونښتې چې هوايي ځواکونو د خاص روزګان، چورې، دهراوود او ترينکوټ ښار ته څېرمه د وسله والو طالبانو پر غونډو او کاروانونو بريدونه وکړل.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ يو شمېر دغه وسله وال طالبان تېره شپه د ډار اچوونکو بريدونو د طرحه کولو او يو شمېر نور یې د بريدونو لپاره تيارى نيو.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغو بريدونو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور یې ټپيان شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
پوځيانو د روزګان په واټونو کې د ٢٨ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
تراوسه د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته