امنیت

شل طالبان په زابل کې ووژل شول

١٤- کابل / دمرغومي ٢٦مه /باختر
شل وسله وال طالبان په زابل کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول .
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه او نن سهار د افغان ځواکونو پر پوستو د دوى د يرغل په وخت کې له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د درېمي لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې په دغو جګړو کې ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ د شاه جوي او ارغنداب په ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو له بريدونو وروسته د هېواد هوايي ځواکونو پر هغوى بريدونه وکړل او د طالبانو٢ پتڼځي يې دړې وړې کړې.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته