کابل/د چنګاښ ٢٦مه /باختر
شل وسله وال طالبان تېره شپه سرپل کې د پوځيانو په هوايي اوځمکني بريدونو کې ووژل شول او شپږ نور طالبان تپيان شول.
دهېواد په شمال کې د شاهين قول اردو يوې سرچينې باختراژانس ته وويل: پردغوطالبانو د سرپل په مرکز آسياب اباد سيمه کې د دوى پر پتنځيو هوايي او ځمکني بريدونه وشول.
هغه وويل چې په دې بريد کې د طالبانو يوه اندازه تجهيزات هم له منځه يوړل شول.
– ع – ا