خبرونهامنیت

شل وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل /د سلواغې ٤مه/باختر
شل وسله وال طالبان په روزګان کې له افغان ځواکونو سره په جګړو کې ووژل شول.
دغه جګړې تېره شپه په ترينکوټ ښاراو د روزګان په يوشمېرولسواليو کې د افغان ځواکونو پر څو پوستو او د سپرلۍ پرکاروان د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته ونښتې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي په دغو جګړو کې د دغې ډلې د دوو سرګروپانوپه ګډون ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول.
طالبانو تراوسه څه نه دي ويلي .
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې افغان ځواکونو په روزګان کې د ٢٢ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړچاودنو مخه ونيوله .
ختم_ فرشته – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته