امنیت

شپاړس طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
شپاړس وسله وال طالبان په ننګرهار کې د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار په حصارک، شېرزادو او خوږياڼيو ولسواليو کې بريدونه وشول.
د هېواد په ختیځ کې يوې امنيتي سرچينې باختر آژانس ته وويل چې دغه طالبان د افغان ځواکونو پر پوستو د يرغل لپاره چمتو کېدل چې هوايي بريدونه پرې وشول.
سرچینې زیاته کړه چې په بريدونو کې ١۶وسله وال طالبان ووژل شول.
د يو بل خبر له مخې:
پوځيانو د ننګرهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د١٧ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
تراوسه د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ داوودزى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته