خبرونهامنیت

شپاړس طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
په هلمند کې ١٦وسله وال طالبان له پوځيانو سره په جګړو کې ووژل شول او ٨ نور یې ټپيان شول.
جګړې تېره شپه په نهرسراج او نادعلي ولسواليو کې هغه وشوې چې پوځيانو د طالبانو پر غوڼدو بريدونه وکړل.
د رارسېدلوخبرونو له مخې؛ وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو د بريدونو لپاره تيارى نيو چې بريدونه پرې وشول.
د هېواد په جنوب کې د ميوند قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په نښتوکې ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٨ نوریې ټپيان شوي دي.
د جګرو په پاى کې لسګونو کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته