کابل/ دوري ٢٦مه /باختر
شپږ وسله وال طالبان پرون د بادغيس په مقر ولسوالۍ کې ووژل شول.
د هېواد په لويديځ کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو يومسوول باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د مقر ولسوالۍ د دره لامان او سنجيدګ په سيمو کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
هغه وويل په دې جګړه کې د طالبانو د سرګروپ مولوي پادشاه په ګډون ٧ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د يوبل خبرله مخې؛ د بادغيس په جوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او د وسله والوطالبانوترمنځ په جګړه کې د طالبانو يوه داشکه او د داشکې يوشمېر ګولۍ د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ختم-ج –ا