امنیت

شپږڅلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٤ :    
شپږڅلويښت تنه ډار اچوونکي د هېواد د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونوله خوا ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دهېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو په دغو ګډو عملياتوکې چې د توپچي او دهوايي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، لغمان، کونړ، پکتيکا ،غزني ، قندهار ، روزګان، زابل، بادغيس، هرات، غور، فراه، فارياب، سرپل ، بغلان ، کندز  او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول دکندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د قاري بلال ، قاري جمال، قاري احمديار او فضل الرحمن متقي  په نومونوڅلورو تنو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون پنځلس تنه ډاراچوونکي ووژل شول او دشيرآغا په نامه دکندز ولايت ته دطالبانودپوځي کميسيون د مسوول په ګډون يوولس تنه نور ټپيان شول او د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار د سورګدر په ساحه کې ٢٥ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دغه راز دننګرهار ولايت دغني خيلو، دلغمان ولايت دبادپښ، د غزني  ولايت د اندړو، د سرپل ولايت د صياد او د کندز ولايت د خان آباد د ولسواليو په مربوطاتوکې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول او د يوولسو تنو مشکوکو کسانو په ګډون څوارلس تنه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته