امنیت

شپږ وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل / د وري / ۱۸/ باختر
شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په فراه کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد حضرتي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه طالبان د فراه د برچمن ولسوالۍ د پس کوتل په ساحه کې د پوځیانو پر پوستو د بریدونو په وخت کې ووژل شول .
حضرتي زیاته کړه چې په نښته کې دیارلس نور وسله وال طالبان ټپیان شول .
د یو بل خبر له مخې، دوه وسله وال طالبان تېره شپه د فراه مرکز د ګینهکان په دوه لاري کې له پوځیانو سره په نښتو کې ووژل شول .
د یو بل خبر له مخې، یوه ۳۰ کلنه کوچۍ ښڅه د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې د طالبانو د ښخ کړای شوې ماین د چاودنې له امله ټپۍ شوه .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته