کابل /د مرغومي ٢٤مه /باختر
طالبانو د پوليسو يو افسر پرون مازيګر د بادغيس په مرکز قلعه نو کې په ډزو سره شهيد کړ.
د بادغيس امنيه قوماندان فدامحمد پيرزاد باختراژانس ته وويل چې د پوليسو دغه افسر د دغه ولايت مرکز د شترګردن په سيمه کې کله چې کورته روان و د طالبانو له خوا په ډزو سره شهيد کړى شو.
هغه وويل د پوليسو دغه افسر د بادغيس د امنيې قوماندانۍ په تخنيک برخه کې دنده ترسره کوله .
ختم_ شکريه- ا
6 د یوې دقیقې څخه لږ