امنیت

طالبانو په تخار کې ښوونځي ته د زده کوونکو نجونو د تګ مخه ونیوله

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
وسله والو طالبانو په تخار کې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې په آزموينه کې د ګډون په موخه د زده کوونکو نجونو مخه ونيوله.
د تخار د پوهنې رياست سرپرست حسام الدين نظري د باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو د تخار په بهارک ولسوالۍ کې په آزموينه کې د ګډون په موخه د زده کوونکو نجونو مخه ونيوله او ښوونځيو ته يې د تګ اجازه ور نکړه.
د تخار د پوهنې ریاست سرپرست زیاته کړه چې د قومي مشرانو، مخورو او د خلکو د هلوځلو په پایله کې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د قلبرس کلي د ګل نظر شهید ښوونځي زده کوونکو نجونو ته اجازه ورکړه چې ښوونځي ته لاړې شي او په آزموینه کې ګډون وکړي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ قومي مشران هڅه کوي دغه ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي او د بهارک ولسوالۍ د ښوونځيو زده کوونکو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ته ولاړې شي او په آزموينه کې ګډون وکړي.
پاى \ سعیده \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته