کابل / د وږي ۹ مه / باختر
د امریکا شل کلن پوځي ماموریت د اګسټ په ۳۱ مه په افغانستان کې پای ته ورسېده، دوی افغانستان پرېښود او له دې هېواده ووتل، د همدې تېري د پای ته رسېدو په مناسبت لغمان کې اسلامي امارت د قران کریم ختم او ستره غونډه وکړه.
خلکو دغه ورځ د هېواد په تاریخ کې د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدینو د ازادۍ اخیستو او بریا ورځ ونوموله، مشرانو وویل چې دا د افغانستان د مجاهدینو لپاره یوه لویه بریا ده چې د زرګونو ځوانانو په قربانیو سره یې ترلاسه کړه.
د لغمان والي قاري ذین العابدین وویل چې دا د الله تعالی نصرت او له مجاهدینو سره د ولسونو همکاري وه چې نن مو مبارزې رنګ راوړ.
هغه وویل چې ولسونو تل له مجاهدینو سره همکاري کړې ده او لا هم اړتیا ده چې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې امریکایان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ مه افغانستان ته راغلي وو او نن د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱ مه له هېواده ووتل.
ن/ر