اقتصاد

مسوولين : په پروان کې د نفرايت کان ايستل دې قانوني شي

کابل /د تلي ٧مه /باختر
د پروان ولايت مسوولين وايي د دغه ولايت په کوه صافي ولسوالۍ کې د نفرايت د کان ايستل بايد په قانوني ډول پرمخ لاړ شي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د پروان ولايت د کانونو او د اطلاعاتواوفرهنګ رياست مسوولينو د دغه ولايت د کوه صافي ولسوالۍ ته په سفرکې د دغې ولسوالۍ په نيلي کلي کې د نفرايت کان لېدنه وکړه او د دغه کان د قراردادي شرکت کارکوونکوته يې لارښوونه وکړه چې په دغه کان کې د قانوني کار د دوام په خاطر د پروان د کانونو له رياست سره قرارداد لاسليک کړي او د پروان د کانونو رياست تر نظر لاندې خپل کارونه پرمخ يوسي.
د پروان د کانونو رييس وايي چې د نفرايت په کان کې کار برسيره پرته له دې چې د هېواد د اقتصادي بنست د پياوړتيا لپاره ګټور دى د سيمې خلکوته هم د کارزمينه برابروي.
د پروان د کانونو رييس د کانونو په ساتنه کې د امنيتي مسوولينواو د سيمې د خلکو رول ډير مهم وباله او ژمنه يې وکړه چې د يو اغيزمن مديريتي طرحې په جوړولو سره د پروان د ټولوکانونوڅارنه او ساتنه کوي اوله خپل سرو کېندنو او په کانونوکې د غلاو مخه نيسي.
د سيمې خلکواوامنيتي مسوولينو ژمنه وکړه چې د دغه کان په ساتنه کې له هيڅ رازهلوځلو څخه ډډه نه کوي.
نفرايت ښکلي کلکه اوقيمتي ډبره ده چې له هغه څخه د مجسمو په جوړولو او نورو تزيېني کارونو کې استفاده کېږي. چې زياتره په چين کې له دغو ډبرو څخه د مجسموپه جوړولوکې استفاده کېږي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته