اقتصادTOP

ملا عبداللطیف منصور: د پروژو د څېړنې په خاطر یوه ځانګړې کمیټه جوړه شوې ده

کابل /دمرغومي ۲۶مه /باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملاعبداللطیف منصور د(زیت.ان.سی.سی)شرکت له استازي او د افغانستان د برېښنا شرکت له یوشمېرمسوولینو سره په کتنه کې له غزني تر قندهاره د برېښنا د لېږدونې مزي پروژې د پاتې کارونو او د کجکي بند د دویم فاز د برېښنا د وېشلو د پروژې د ستونزو حل کولو په اړه خبرې وکړي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په دې کتنه کې د قراردادي شرکت استازي او د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولینو د دغو پروژو د پرمختګ په حالت او د ستونزو په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د اوبو او انرژۍ وزارت د مشر تابه دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د هغوی د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل چې د پروژو د څېړنې په خاطر یوه مشخصه کمیټه موظفه شوې ده چې د پروژو د پرمختګ حالت وڅېړې او تجهیزات یې ثبت کړي.
هغه د دغو پروژو ارزښت ته په اشارې سره زیاته کړه موږ هلې ځلې کوو چې موجودې ستونزې ډېر ژر حل او د دغه پروژو پاتې کارونه پیل کړوو.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته