ښوونه او روزنه

ملا نورالله نوري: علم هغه فريضه ده چې انسان يې په ترلاسه کولو مکلف شوی دی

– کابل / د لیندۍ ۱۰مه / باختر
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سر‍پرست ملا نورالله نوري نن له غرمې مخکې د دغه وزارت اړوند د رحمان بابا، خوشحال خان او پيرمحمد کاکړ عالي لېسو د ۱۴۰۰ ښوونيز کال د دولسمو ټولګيو د فارغانو په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې په رحمان بابا لېسه کې جوړه شوې وه؛ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست، د علم او پوهې ارزښت بیان کړ او ویې ویل: «علم لرونکي او بې علمه کسان سره برابر نه دي، علم هغه فريضه ده چې انسان يې په ترلاسه کولو مکلف شوی دی او انسان خپل خالق په علم سره پېژندلی شي او بې علمه ژوندون ګران دی.»
ملا نورالله نوري، زده کوونکو ته په خطاب کې وويل: تاسو د دې وطن اصيل بچيان او د هېواد ستره پانګه ياست او پر تاسو پانګونه شوې ده. دا وطن مجربو کادرونو ته اړتيا لري او دا هېواد به همدا تاسو په پښو دروئ.
نوري زیاته کړه: موږ ژمن يوو چې تاسو ته د زده کړې مناسب چاپېريال برابر کړو، موږ ستاسو ټول وړانديزونه او غوښتنې منو، هڅه به مو دا وي، چې په وزارت پورې اړوندو لېسو کې تر دې زيات زده کوونکي جذب او فارغ شي.
ملا نورالله نوري څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د آبادولو او د خلکو د هوساینې لپاره په اقتصادي، د کانونو په را ایستلو، د ښوونځیو، مدرسو، جوماتونو او د سړکونو د جوړولو او نورو برخو کې ډېر ښه پلانونه لري.
هغه د غونډې په پای کې له ګډونوالو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه د سرحدونو او قبایلو چارو له وزارت سره شریک کړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته