اقتصاد

ننګرهارپه افغانستان کې د مدیترانه يي میوو له پلوه په ولایتونو کې مخکښ دی

جلال آباد/دوري۳۰ / باختر
ننګرهار په اووه زره ټنو، د افغانستان د ولایتونو د ډول ډول مدیترانه یي میوو د تولیدولو له پلوه مخکښ بلل کېږي .
مالټه،کينو،نارنج او لیمو مدیترانه یي مېوې دي چې په افغانستان کې تولیدېږي .
د نویو بڼونو جوړول او د کرکېلو ساحو پراخېدل ،بڼوالو ته د روزنیزو زده کړوپه خاطر د ورکشاپونو جوړول اوبڼوالو ته د بڼوالۍ نوې لارې چارې ، په ننګرهار کې د مدیترانه یي مېوو د تولیدولود ښه والي اصلي علتونه بلل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې هڅه کوي د دقیق پروګرام په جوړولو سره ، په ننګرهار کې د ډول ډول مدیترانه یي مېوو د تولیدولو کچه زیاته کړي.
مدیترانه يي مېوې زیاتره په ګرمې او لنده بلې هوا کې تولیدېږي .
د وړاندې شویو کچې له مخې، افغانستان په تېر کال کې څه د پاسه دیارلس زره ټنه مدیترانه یي مېوه تولید کړې ده .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته