امنیت

نهه طالبان په بغلان کې ووژل شول

۲۸- کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
نهه وسله وال طالبان نن په بغلا- کندز او بغلان – سمنګانو لویو لارو کې ووژل شول.
د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي باخترآژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو پراخ بریدونه وکړل چې د پوځیانو له مقاومت سره مخ شول.
هغه زیاته کړه چې په جګړو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۹ وسله وال طالبان ووژل شول او د دوی د دوو نورو قوماندانانو په ګډون ۱۷ طالبان ټپیان شول.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ په جګړو د طالبانو څو سنګرونه او یوه اندازه جنګي وسایل ویجاړ شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په جګړو کې ملکیانو ته سر زیان نه دی اوښتی.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته