کابل /د وري ٢٤مه /باختر
نهه وسله وال طالبان په هرات کې په نويو جګړو کې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانوتېره شپه د غوريانو ، شينډنډ او د پښتون زرغون د ولسواليو په ځينوسيموکې بريدونه وشول.
د هېواد په لويديځ کې د ظفر قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دې بريدونوکې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول .
د رارسېدلوخبرونوله مخې\ طالبان د افغان ځواکونو پر پوستو يرغل ته چمتو کېدل چې د ځمکې او هواڅخه پرې بريدونه وشول.
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونه د هرات له ګڼ مېشتو لارو څخه د٢٤ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يولړچاودنومحه ونيوله .
د دغو ماينونو د ښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي.
ختم – ج _