امنیت

نولس طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د وري ۲۱ مه / باختر
نولس وسله وال طالبان ن په روزګان کې د پوځیانو په بريدونو کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په چورې ولسوالۍ او د ترینکوټ په مربوطاتو کې له ځمکې او هوا له لارې بریدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې په دغو بریدونو کې ۱۹ وسله وال طالبان ووژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
پوځیانو په روزګان کې د ۲۵ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته