TOPنړۍ

ولاديميرپوتين په يوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته ځي

نړيوالې خبري سرچېنې/ د ليندۍ١٥مه / باختر:
د روسيې جمهوررييس ولاديميرپوتين په يوه غونډه کې د ګډون لپاره نن هند ته ځي.
تمه ده چې د دې غونډې بحثونه به د انرژۍ او وسلو پر خرڅلاو متمرکز وي.
پوتين دا سفر په داسې حال کې کوي چې روسيې هند ته د هوايي مدافعې د سيستم ايس٤٠٠ توغنديو د سپارلو بهير پيل کړى دى. دا پرمختللى سيستم د٤ر٥ ميليارده ډالرو په ارزښت د قرارداد پر اساس هند ته ورکول کېږي.
د ترکيې او روسيې ترمنځ د همدې وسلو د خرڅلاو معامله د دې باعث شوه چې واشنګټن پر انقرې بنديزونه ولګوي او ترکيه د تحريمونو له لارې د امريکا د دښمنانو پر وړاندې د مقابلې د قانون پراساس د اف -٣٥ جنګي جټ الوتکو د پېرلو له پروګرام څخه وباسي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نه پرايس تېره اوونۍ وويل چې متحده ايالات هند ته له دې قانون څخه د معافيت د ورکولو په اړه تراوسه پريکړه نه ده کړې.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته