کابل باختردلندي دمياشتې ١٥ :
د هرات والي ډاکتر داودشاه صبا په افغانستان کې د يونسف له لوى رييس سره په کتنه کې د تعليمي او روغتيايي پروګرامونوپه پرمخ بيولوکې ددغه نړيوال سازمان رول وستايه .
په افغانستان کې د يونسف لوى رييس پيترکرولي چې د يونسف، د نړۍ د روغتيايي سازمان او د يوچا د دفترونو د نويو اداري تاسيساتو د پرانيستلو په مقصد، د هرات ولايت ته سفرکړي دي. دهرات د سيمه ييزو ادارو له بېلابېلو برخو سره د دغه دفتر د همکاريو د دوام او پراختيا ډاډ ورکړ.
د هرات والي هم په دغه ولايت کې د يونسف د پروګرامونو د پراختيا په هرکلى سره، د دغه مرکز د پخوانيو او اوسنيو همکاريو له امله قدردانى وکړه.
ډاکترصبا په هرات ولايت کې د ثبات د پراختيا د اصلي عواملو په بيانولوسره په بنسټيزو او توليدي برخوکې د يادونې وړ اقتصادي پانګې اچونې زياتوالې ، د عمومي خدمتونو د بهير ښه والې، د ښوونې او روزنې دکچې لوړول او په روغتيايي او طبي پروژوکې د زيات شمېر ښځو او ماشومانوته دکار د زمينې برابرول، د همکارو موسسو او د نړيوالې ټولنې د همکارى او دسيمه ييزې ادارې دکارکوونکو د هڅو اوهاندنتيجه وبلله.
ښاغلى صبا په روغتيايي پروګرامونو په تېره بيا د ماشومانو د فلج د واکسين ، د ښوونې او روزنې د حالت او د نورو سکتورونو د حالت له ښه والې سره، د مرستې په برخوکې د سيمه ييزې ادارې د برخو بشپړه همکاري اعلام کړه .
ښاغلى پيتر هم په اوسنيو شرايطوکې د هرات اقتصادي او د بيا جوړونې پرمختګونه چې پاملرنه يې ٢٠١٤ کال او له هغه وروسته پايلو ته اړل شوي دي، ښه وبلل او ويې ويل: ديونسف سازمان په دغه ولايت کې په تعليمي او روغتيايي برخو کې خپلو مرستو ته پراختيا ورکوي.
ده دغه راز په هرات کې د زيانمنونکو ماشومانو د ملاتړ په خاطر، د پروګرام د پيلولو ډاډ ورکړ.
ده وويل: هغه ماشومان چې ملاتړ ته اړتياولري؛ په دې پروژه کې تر پوښښ لاندې نيول کيږي .
دا په داسې حال کې ده چې په هرات ښارکې د يونسف او د نړۍ د روغتيايي سازمان نوى اداري تاسيسات، پرون مازيګر د بهرنيو چارو وزارت د نماينده ګى د رييس، سيدعبدالناصر يوسفي او په افغانستان کې د يونسف د لوى رييس له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .
ټاکل شوې ده له دې وروسته ددغو سازمانونو ټولې اداري او تخنيکي چارې ددغو تاسيساتوله لارې چې په هرات ښارکې دى؛ پرمخ يوړل شي .
2 2 دقیقې لوستل