امنیت

يوه کوچنى نجلۍ د انسان تښتوونکوله منګولو وژغورل شوه

کابل /دلېندۍ ٢٨مه /باختر
يوه کوچنى نجلۍ په پکتيکاکې د انسان تښتونکوله منګولو وژغورل شوه.
امنيتي ځواکونود دغې ماشومې د تښتونې په اړوند ٣ تنه ونيول.
په نيول شويو کسانو تورلګول شوى دى چې درې مياشتې مخکې يوه کوچنى نجلۍ له کابل څخه تښتولې اود پکتيکاپه ارګون ولسوالى کې ساتله.
د پکتيکا يوه امنيتي خبرځاى بآختراژانس ته وويل چې انسان تښتوونکود دغې نجلى د خوشي کولوپه بدل کې له کورنى څخه يې د زياتو پيسو غوښتنه کړې وه.
د دغې نجلۍ کورنۍ د خپلې لور د ژغورنې په خاطر له امنيتي ځواکونومننه وکړه له بله پلوه انسان تښتونکو په لومړنيوتحقيقاتوکې په کابل او پکتيکا کې د انسان تښتونې په څومواردو اعتراف کړى دى
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته