خبرونهامنیت

يو جګپوړى امنيتي –دفاعي هيئت ننګرهار ته سفروکړ

٣٣- کابل /دمرغومي ٢٢ /باختر
د هېواد د ملي امنيت د شورا د سلاکار په مشرۍ يوجګپوړۍ امنيتي – دفاعي هيئت ننګرهار ته سفروکړ.
دغه هيئت دنده لري چې د هېواد په ختيځ کې امنيتي حالت اوله ډار اچوونکوسره د مبارزې بهير وڅېړي.
د ملي امنيت د شورا سلاکار حمد الله محب او د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزارت جګپوړي مقامات په دې سفر کې به د ننګرهار، کونړ، لغمان،او د نورستان له پوځي مقاماتو قومي مشرانو او ځوانانو سره وګوري او د امنيتي حالت د ښه والي او له ډار اچونې سره د مبارزې مناسبې لارې چارې وسنجوي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دغه هيئت به د هېواد په ختيځ کې پوځي قطعاتو کې يو لړ بدلونونه ترسره کړي .
د باختراژانس سيمه ييز خبريال د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار څخه خبرراکړ چې دغه هيئت د ننګرهار له سيمه ييزومقاماتو سره په خپلې کتنې سره خپل کار پيل کړى دى .
ختم+_ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته