ټولنه

يو ستر پل په روزګان کې پرانستل شو

کابل / د وري ١٦مه /باختر
په روزګان کې يو ستر پل چې د ترينکوت ښار د روزګان ولايت له ولسواليو سره نښلوي ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
دغه پل ٧٢ متره اوږدوالي او٨ متره سور لري د حکومت له خوا جوړ شوى دى.
د روزګان د رسنيودفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه پل د چارچينو او د دهراود ولسوالۍ له ترينګوت ښار سره نښلوي.
د دغه پل په جوړولو سره خلکو ته زياتې اسانتياوې برابرې شوي دي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته