خبرونهاقتصاد

٢٥٧ پرمختيايي پروژې په لوګر کې پرانستل شوې

پل علم/ د لړم ٢٨ مه/ باختر
په لوګر کې د ٢٥٧ ټولګټو پروژو د جوړولو کار پرون بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د لوګر د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رييس انجينر اصغرځاځى د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل؛ په دغو پروژو کې د اوبولګولو کانال، کاريزونه ، دڅښاک د اوبو د څاه ګانو کيندل، د فرعي سړکونو جوړول او کانکريټ کول او د اوبو رسولوشبکې شته چې د لوګر په مرکز او ولسواليو کې د روان کال په بهيرکې د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت له بودجې څخه د څه د پاسه ۷۰۰ ميليونو افغانيو په لګښت تطبيقې شوي دي او د څه د پاسه ۵۰۰ ميليونو افغانيو په لګښت د ٣٨٠ نورو پروژو کار په دغه ولايت کې دوام لري او دغه راز د څه د پاسه ۲۰۰ميليونو افغانيو په لګښت د١٢٠ نورو پروژو د جوړولو کار په راتلوونکي کال کې به د لوګر په بېلابېلو سيمو کې پيل شي.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله په لوګر کې جوړه شوې وه د لوګر والي محمداجمل شاهپور وويل: بنسټيزې او حياتي پروژې د يو هېواد د پرمختګ او ودې سبب کېږي او بايد خلک د ټولګټو پروژو ساتنه وکړي او دښمن ته اجازه ورنه کړي چې د هېواد د پرمختګ او ترقۍ مخه ونيسي.
پاى\ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته