خبرونهامنیتTOP

پنجشېر سقوط وکړ

کابل / د وږي ۱۵ مه / باختر
د پنجشېر د مرکز بازارک په ګډون د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ د اسلامي امارت په کنټرول کې شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشېر اووه ګونې ولسوالۍ د اسلامي امارت ځواکونو نیولې وې؛ یوازې مرکز بازارک پاتې و چې له سختو نښتو وروسته بازارک هم د اسلامي امارت لاس ته ولوېد.
په پنجشېر کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې په نښتو کې د مخالفانو مهم قومندانان او زیات شمېر سرتېري هم وژل شوي دي. په وینا یې قومندان منیب امیري، قوماندان ګل حیدر خان، صالح محمد ریګستاني، د مقاومت ویاند فهیم دشتي او جنرال ودود هغه قومندان دي چې د اسلامي امارت ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې د پنجشېر مرکز بازارک له نیولو وروسته د مخالفانود لسګونو لوړ پوړو قوماندانو په ګډون سلګونه سرتېري یې اسلامي امارت ته تسلیم شوي او لا هم د تسلیمۍ لړۍ روانه ده او زیات شمېر نور یې تښتېدلي دي.
د خبرځای د څرګندونو له مخې؛ په پنجشېر کې زرګونه درنې او سپکې وسلې، وسایط، تجهیزات او مهمات هم د اسلامي امارت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت له مخالفانو څو ځلې د خبرو له لارې د ستونزې د حل غوښتنه وکړه؛ خو مخالفانو د جګړې لاره خپله کړه.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته