خبرونهامنیت

پنځلس طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
په هلمند کې د وسله والو طالبانو پر يوې قرارګاه د افغان ځواکونو په پريد کې ١۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نور یې ونيول شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه ټيک هغه وخت له ځمکې او هوا بريدونه وشول چې په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونو ته چمتو کېدل.
د هېواد په جنوب لوېديځ کې د ميوند قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې د پوځيانو په دغه بريد کې ١۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ٤ نور یې نيول شوي دي.
په وژل شويو کې د طالبانو دوه سرګروپان او څلور پاکستاني جګړه ماران شامل دي.
افغان ځواکونه وايي چې له دغو بريدونو وروسته د وسله والوطالبانو له یادې قرارګاه څخه سلګونو ماينونو او جنګي وسايل ترلاسه شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوحيانو د هلمند له ګڼ مېشتو لاروڅڅه د٣٠ ماينونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته