امنیت

پنځه تنه په هرات کې د جنایی جرمونو په تور ونیول شول

هرات /دکب /۴/ باختر/
پنځه تنه په هرات کې په جنایی جرمونو کې د لاس لرلو په تور ونیول شول.
په دغو کسانو د غلا ، شوکمارۍ ، وژنې او د نشه یی توکو د قاچاقو تور لګول شوی دی .
د هرات یوه امنیتي مسوول د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه کسان دهرات ښار له ځینو برخو د موټرو د پلټنې او عملیاتو په بهیر کې ونیول شول .
نیول شویو کسانو په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې په هرات کې په څو مورده جنایی جرمونو اعتراف کړی دی .
دا په داسی حال کې ده چې د هرات خلک د جنایی جرمونو په تېره بیا د وژلو او شوکمارۍ له زیاتوالي څخه شکایت لري او په حکومت د دغه شان جرمونوپه مخنیوي کې د بې پروایی تور لګوي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته