خبرونهامنیت

پنځه طالبان د زابل په ارغنداب کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۳۰ / باختر
پنځه طالبان تېره شپه د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونوپه عملیاتوکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باخترآژانس خبریال ته وویل: وسله والو طالبانو د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې پرامنیتي ځواکونو د برید نیت درلود چې د دغو ځواکونوله مقاومت سره مخ شول او په پایله کې ۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۲ تنه ټپیان شول او د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات هم ویجاړشوي دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته