امنیت

پنځه طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د وري ۲۳ مه / باختر
پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې په هوایی برید کې ووژل شول.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ایمل مومند د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغو وسله والو طالبانو غوښتل د غزني د اندړو ولسوالۍ د لومړۍ نمبر لارې په تګلوري کې ماینونه ځای پرځای کړي چې هوایی برید پرې وشو.
ویل کېږي وسله وال مخالفان تل د هېواد په ناامنو سیمو کې د خلکو د تګ راتګ په لارو کې ماینونه ښخوي چې له امله یې ملکيان قرباني کېږي.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته