سیاستTOP

په افغانستان کې د کاناډا پخوانى سفير: پر افغانستان يرغل ته هغه کسان پاملرنه نه کوي چې له دغه يرغل سره په مقابله کې د هغوى عسکر وژل شوي دي

کابل / د زمري٢مه / باختر
په افغانستان کې د کاناډا مخکېني سفير کريس الکساندر په يو تويټ کې ليکلي دي: افغانستان د هغو اجيرانو له خوا تر يرغل لاندې نيول شوی دی چې يو ګاونډي هېواد هغوى سمبال او تمويل کړي او روزلي يې دي.
په افغانستان کې د کاناډا مخکېني سفير زياته کړې ده: که دغه نيابتي جګړه په اروپا او د آسيا په يوه بله سيمه کې رامنځته شوې واى، په کلکه غندل کېده. د دې پرځاى چې وغندل شي، دغه يرغل ته هغه کسان پاملرنه نه کوي چې له دغه يرغل سره په مقابله کې د هغوى عسکر وژل شوي دي.
دغه راز کريس الکساندر (په افغانستان کې د پاکستان د نيابتي جګړې د پاى ته رسولو) تر عنوان لاندې يوه مقاله کې ليکلي وو. هغه کسان چې په پاکستان کې لا هم په افغانستان کې د نيابتي جګړې ملاتړ کوي؛ بايد له سختو بنديزونو سره مخ شي او پاکستان بايد د مالي اقدام د ځانګړي ډلې په تور لیست کې شامل شي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته