امنیت

په بادغيس کې اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د نړۍ د خوړو سازمان (ډبيلو.اف.پي) د بادغيس له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست په همغږۍ له ٧٠٠٠ کورنيو سره چې د طبيعي او غير طبيعي پېښو له امله زيانمنې شوې وې، د نغدو پيسو مرسته وکړه.
د بادغيس له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د نړۍ د خوړو سازمان د بادغيس له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست په همغږۍ پر هرې کورنۍ ۱۲زره افغانۍ نغدې پيسې ووېشلې.
ختم- ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته