Uncategorized

په بادغيس کې شپږ سوه اړو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل /د کب ١٢مه /باختر
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت نن په بادغيس کې له ٦٠٠ بېځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وکړه .
د بادغيس د مهاجرينو د راستنولو چارو د رياست يوخبرځاى باختراژانس ته وويل چې د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت له دغوبېځايه شويوکورني چې دنا امنيوله امله د ولايت له څو ولسواليو څخه بېځايه او د بادغيس په مرکز کې ځاى پرځاى شوي دي نغدې پيسې وويشلې
هغه وويل په هرې کورنى پنځلس پنځلس زره افغانى وويشل شوې.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته