امنیت

په بادغیس کې د ملخانو پرخلاف د مبارزې کمپاین پیل شو

کابل / د وري ۲۸ باختر
د بادغیس په زیانمنونکي ولسوالیوکې نن د ملخانو پرضد د مبارزې کمپاین پیل شو.
د بادغیس د کرنې ، اوبولګولواو مالداری ریاست مسوول باخترآژانس ته وویل چې دغه کمپاین هرکال د ولسوالانو، د شورا د رییسانو او د سیمې د خلکوپه همغږۍ په زیانمنونکي سیمو او جوند، قادس او بالامرغاب ولسوالیوکې تطبیقېږي.
د دغه کمپاین په بهیر کې سږکال ټاکل شوې ده په دغو ولسوالیوکې ۱۲۰ کلي د ملخانوله آفاتوڅخه خوندي شي او د دغو نباتي افتونوچې کرنې ته زیات زیان رسوي مخه یې به ونیول شي .
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته