اقتصاد

په بادغیس کې نوي بڼونه جوړېږي

قلعه نو / د وري / ۱۲/ باختر
په بادغیس کې سږکال په ٩ زره هکتاره ځمکه کې د پستې نوي بڼونه جوړېږي .
د بادغیس د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس نن باختر اژانس ته وویل چې د پستې دغه بڼونه د ابکمري ، مقر ، بالا مرغاب ، قادس او د دغه ولایت په مرکز قلعه نو کې جوړېږي .
هغه وویل ټاکل شوې ده چې د پستې د ونو په منځ کې د هنګ کښت هم تر سره شي .
د یو بل خبر له مخې، د بادغیس د کرنې ریاست د مقر ، بالا مرغاب ، ابکمري او قادس په ولسوالیو کې د اوبو د نویو بندونو د جوړولو خبر ورکړ.
د دغه ریاست یو خبر ځای نن وویل چې د اوبو دغه بڼنونه د باران د اوبو د مهارولو لپاره د کرنې وزارت له بودجې څخه د څلور مېلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوي دي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته