اقتصاد

په بغلان کې د ښځو لپاره د چرګانو د روزنې فارمونه جوړ شول

پلخمري/ د غبرګولي / ۲۳/ باختر
د بغلان د کرنې ریاست ٣٤٤ کونډو ښځو ته هګۍ اچوونکې چرګانې وویشلې .
د بغلان د کرنې ریاست د مالدارۍ او د څارویو د روغتیایی خدمتونو امر ډاکتر تاج محمد احمدزي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل : دغه پروګرام د کرنې وزارت د پرمختیایی پروګرام په چوکاټ کې د بغلان په مرکز او د مرکزي بغلان ، دوشي ، بنو ، اندراب او ده صلاح په ولسوالیو کې تطبیق شوي دي .
د ډاکتر تاج محمد د څرګندونو له مخې، د دغو فارمونو د جوړولو موخه د دغو ولسوالیو د کونډو او بی وزلو ښځو په ځان بسیاینه وبلله چې هرې کونډې او بی وزلې ښځې ته ٦٠ چرګانې وویشل شوې .
هغه زیاته کره چې هرې ښځې ته ٥٦٦ کیلو ګرامه د چرګانو خواړه او وړیا واکسین هم وویشل شو .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته