روغتیا

په بغلان کې روغتيايي پروژې عملي کيږي .

پلخمري باختر دزمري دمياشتې  ٤  :
دبغلان ولايت په مربوطاتو کې دپنځه سوه نهه ديرشو زرو امريکايي ډالرو او ديو سلو اته اويا مليونو افغانيو په ټول  لګښت دڅلورو روغتيايي پروژو دجوړولوکار دوام لري .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست مرستيال  ډاکتر عبدالعليم غفاري   دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژو کې په ډنډې غوري  دروغتيايي کلينيک ، دحسن خيلو په کلي کې  دروزنيزو پروګرامونو دعملي کولو دتاسيساتو، دخنجان ولسوالۍ دباجګاه دکلي دروغتيايي کلينيک  او دده صلاح ولسوالۍ دپنځوس بستريز روغتون جوړول شامل دي
ده وويل چې ددغو پروژو  دعملي کولو لپاره يوسلو اته اويا مليونه افغانۍ  دعامې روغتيا وزارت له پرمختيايي  بودجې څخه اوپنځه سوه نهه ديرش زره امريکايي ډالره دنړيوال بانک اودامريکا دنړيوالې پرمختيايي ادراې له خوا ورکول کيږي .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست مرستيال وويل چې په دغو پروژو سربيره دشپاړلسوفرعي روغتيايي مرکزونو دجوړولوکار هم ددغه رياست په پراختيا يې  پلان کې شامل دى.
  ده وويل: ټاکل  شوې ده چې دغه پروژې  داندراب ،  ګذرګاه نور ، جلګې ،  خنجان ، بورکې ، تاله اوبرفک  او ددهنه غوري په ولسواليو اودپلخمري ښار په مربوطاتو کې عملي شي .
  ده زياته کړه  چې ددغو پروژو دکار په بشپړيدو سره دبغلان ولايت خلکو ته دروغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مثبت کمي اوکيفي بدلونونه رامنځته کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته