روغتیا

په بغلان کې یوه ماشومه له څلورو غاښونو سره وزېږېده

کابل / د لیندی / ۱۵ / باختر
یوه نوې زېږيدلې ماشومه د څلورو غاښونو په لرلوسره پرون د بغلان په ولایتي روغتون کې وزېږېده.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ باخترآژانس ته وویل: دغه ماشومه چې دوه غاښونه په يې پورتنى ژامه او دوه غاښونه يې په ښکته ژامه کې لري.
د دغې ماشومې مورفروزان چې ځان د بغلان د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکې معرفي کوي، وویل چې له واده وروسته دا یې لومړنۍ ماشومه ده او له خپلې ميړه سره د وینې خپلوي هم نه لري.
د بغلان د ولایتي روغتون د ولادی او نسايي څانګې موظفې ډاکترې مرضیې مهرزاد د موراو ماشوم روغتیايي حالت ښه وباله او زیاته یې کړه چې ماشومان تل د مورپه بطن کې له شپږو میاشتووروسته د ماشوم په خوله کې غاښونه په فعالیت پیلوي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته