امنیت

په بغلان کې یو تن د وژنې په تړاو ونیول شو

کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
د بغلان پولیسو تېره شپه یو سړی په دغه ولایت کې د یوه ځوان د وژلو په اړوند له یو کلاشینکوف سره ونیو.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدجاوېد بشارت باختر آژانس ته وویل چې یاد سړي د پلخمري ښار د یوه اوسېدونکي د وژنې په تړاو له یوې مودې راپدېخوا د پولیس ترڅارنې لاندې و.
بشارت زیاته کړه چې له نیول شوي سړي څخه یو کلاشینکوف هم د پولیسو لاس ته ورغلی دی.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته