ټولنه

په بلخ کې د خوړو نړیوال سازمان د مرستو د همغږۍ په موخه غونډه جوړه شوه

کابل/ د مرغومي ١٩ مه / باختر:
په بلخ ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان د ۲۰۲۲ کال د مرستو د همغږۍ په موخه د دغه ولايت د اقتصاد ریاست په تالار کې غونډه جوړه شوه.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې: په دې غونډه کې د بلخ مرستیال مولوي نورالهادي ادریس په بلخ کې د اسلامي امارت اهداف او پلانونه تشریح کړل او زیاته يې کړه: په اوسني حالت کې دا د هرمسلمان دنده ده چې د اړو او بېوزلو سره مرسته او لاس نوى وکړي.
د بلخ مرستيال د دغه ولايت د اداري واحدونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د مرستو په وېش او د اړو کسانو په پېژندنه کې له احتياط څخه کار واخلي.
په شمال کې د (ډبليو اف پي) رييس نجیب الله رحماني د دې رياست د راتلونکي کال پر پلانونو رڼا واچوله او ويې ويل؛ د( ډبليو اف پي) دفتر پلان لري چې په روان کال کې له بېځایه شویو، بې کاره اوبې سرپرسته کورنیو، خوارځواکو ماشومانو او بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته وکړي.
د بلخ د اقتصاد رييس مولوي عبدالشکور جواد هم د دې غونډې موخه په بلخ کې پر مستحقو کسانو او کورنيو د خوراکي توکو د مرستو وېش او سروې وبلله او ويې ويل،
د مرستو د ويش او د نيمه پاتې پروژو د بشپړولو په برخو کې مرستندويه بنسټونه او موسسې ژمنې وکړې.
د چهاربولک ولسوال مولوي اسدالله وفا وويل: د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي لومړنيو مرستو، روغتيايي کلينيک او د څښاک د اوبو څاګانو کيندلو ته اړتيا لري.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته