سیاست

جمهور ريیس غني د بلوڅ قوم له مشرانو سره وکتل

 کابلباختر د زمري ١١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني، پرون مازیګر د بلوڅ قوم له مشرانو او مخورو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
لومړی، حاجي عبدالکریم براهوي او سناتور محمد نادر بلوڅ د نورو په استازولۍ، د افغانستان د حکومت د پروګرامونو په ځانګړي ډول انکشافي پروګرامونو او سولې یادونه وکړه او هغه خنډونه یې له جمهوررئیس سره شریک کړل چې په وروستیو څو کلونو کې بلوڅ قوم ورسره مخامخ دی.
هغوی یادونه وکړه چې بلوڅ قوم د تاریخ په اوږدو کې د نظامونو او حکومت ملاتړی و او له جمهور ريیس یې وغوښتل چې د بلوڅانو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
بلوڅي ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول، د افغانستان د حکومت په بېلابېلو کچو کې ددې قوم د کادرونو حضور او د بلوڅانو ژبې او فرهنګ ته پاملرنه د غونډې د ګډونوالو مهمې غوښتنې وې چې د جمهوررئیس په حضور کې یې مطرح کړې.
جمهوررئیس د بلوڅ قوم مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د بلوڅ قوم ملاتړ به کېږي او حکومت به لا زیاته هڅه وکړي چې د هغوی د فرهنګ ستونزې حل شي او حکومت به یې غوښتنو ته پاملرنه کوي. هغه زیاته کړه، د هېواد د نورو ژبو په څېر بلوڅي ژبه زموږ یوه تاریخي او برجسته ژبه ده او پر هغې به پانګونه کېږي.
جمهوررئیس ژمنه وکړه چې د افغانستان حکومت به تر راتلونکو څو ورځو د بلوڅي ژبې اکاډمۍ د ایجاد حکم صادر کړي چې د بلوڅ قوم د مشرانو غوښتنه ده او د جمهوررئیس د ویاند په دفتر کې به یوه خبري برخه په بلوڅي ژبه جوړه شي.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، بلوڅي ځوانانو ته به د یوې رڼې پروسې له لارې په مختلفو برخو کې د هغوی له وړتياوو سره سم کاري زمینې برابرې شي.
پاىفضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته